Podcasts · ======= كلمات الحياة" ، "الأخبار السارة" ، "أغنية الإنجيل" - باللغات الرئي
3gp."د پښتو انجیل سندره - "واه ، د څښتن ستاینه وکړئ
· 3:36
Episode 3gp."د پښتو انجیل سندره - "واه ، د څښتن ستاینه وکړئ
Pashto Gospel Song - "Wow, Praise the Lord".3gp / 3gp."أغنية إنجيل الباشتو - "واو ، سبح الرب // د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول اول خطپينځلسم باب - د حضرت عيسىٰ مسيح بيا ژوندى کېدل۱نو زما وروڼو او خوېندو، زۀ به اوس تاسو ته هغه زيرے درياد کړم چې ما تاسو ته درکړے وو، کوم چې تاسو قبول کړے وو او په کوم چې تاسو قائم هم يئ. ۲او د کوم په وسيله چې تاسو خلاصون حاصلوئ کۀ چرې تاسو زما په درکړى زېرى قائم يئ، کۀ نۀ يئ نو ستاسو ايمان راوړل عبث وو. ۳ما د ټولو نه اول هغه اهم خبره تاسو ته در ورسوله کومه چې ما ته رارسېدلې وه چې د صحيفو په مطابق مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره مړ شو، ۴او هغه ښخ شو او د کِتاب مقدس په مطابق هغه په درېمه ورځ بيا ژوندے پاڅېدلو. ۵او هغه اول پطروس او بيا دولسو کسانو ته ښکاره شو. ۶بيا هغۀ يو ځل د پينځو سوو نه زيات وروڼو او خوېندو ته ښکاره شو چې په هغوئ کښې زيات کسان تر اوسه ژوندى دى او ځينې مړۀ دى. ۷بيا هغه يعقوب ته ښکاره شو او د دې نه پس ټولو رسولانو ته. ۸د ټولو نه په آخر کښې هم ما ته ښکاره شو، زۀ چې بېمودې پېدا شوے يم. ۹زۀ په رسولانو کښې د ټولو نه ورکوټے يم تر دې چې د رسول بللو لائق هم نۀ يم ځکه چې ما د خُدائ پاک جماعت زورَولے وو. ۱۰خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بېفائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے. ۱۱نو بيا په دې کښې دومره فرق نۀ پرېوځى کۀ چرې زۀ بيان وکړم او يا کۀ هغوئ، خو مونږ دواړه يو زيرے بيانوو په کوم چې ستاسو د اول نه ايمان دے.
Shows are listed from Apple Podcasts' charts and directory, and Podcast Index where it is used. Every show and episode belongs to its publisher and plays from the publisher's own feed; this site hosts none of them. Explicit shows are for adult profiles only, and children’s profiles hear only children’s shows. More about this list.